په کندهار کي امنیتی غونډه، که د بزوګیانو واده!
لیکونکي: محمد سلطان شریفی لیکونکي: محمد سلطان شریفی

 

 

په شرم هغه څوک شرمیږی چي شرم ولري، او که څوک شرم ونلري نو هغه به په څشي وشرمیږي!

 

پرونۍ امنیتي غونډه چي د کندهار ولایت په تالار کي جوړه سوې وه، کټ مټ د بزوګیانو د واده پشان وه. د تعجب او د خندا وړ خبره خو دا وه، چي د کندهار والي د امنیتی ځواکونو په ستایلو سره یوار بیا خپل ځان وشرماوه.

پرون د کندهار والي مرستيال، د کندهار د امنيت امر او سرپرست امنيه قومندان، د کندهار نظامي څارنوال، د افغان ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو مرستيال قومندان، د همدې قول اردو د لومړۍ لواء قومندان، د يوناما مشر او په کندهار ښار او پنجوايې او ډنډ ولسواليو کي د کاناډايې او امريکايې وظيفوي ځواکونو قومندانانو برخه اخستې وه.

له بده مرغه د کندهار والي د غونډي په پيل کي امنیتي ځواکونه ستایلي دي، او ويې ویل، چي امنيتي ځواکونو د يوې ښې همږغۍ په پايله کي وکولاى سواى څو دغه په لويه کچه د طالبانو پلان سوې د سيسه د ډېرو لږو تلفاتو په بدل کي شنډه کړي او د شنبې او یکشنبې د طالبانو بریدونه يې وروستۍ هڅه بللې وې.

 والي صاحب خداي دی وکړي چي دا د طالبانو وروستۍ هڅي وي، ستا په خوله به امین در سره وکړو، لاکن پر اخري کوټه به حساب سره کوو. د شرم ځاي خو دا وو چي د کندهار والي ادعا کړېده. چي د نوموړی امنيتي ځواکونو د يوې ښې همږغۍ په پايله کي وکولاى سواى څو دغه په لويه کچه پلان سوې د سيسه د ډېرو لږو تلفاتو په بدل کي شنډه کړي.

دا پداسی حال کي چي درو ډنکرو وکولایسواي د افغانستان په دوهم مهم ولایت کي دوې ورځي او یوه شپه د ټولو امنیتی او ولسي وکړو ژوند د ګواښ سره مخامخ کړي، او تر پنځوسو زیاتو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله، دوې ورځي په کندهار کي سوداګریزی چاري په ټپه ولاړي وي، خلګو ته په میلینونو امریکايې ډالره زیان واوښت، ان دا چي خلګو ونسواي کولای تر څو خپل مړي هدیرو ته ورسوي، اکثره خلګ ونتوانېدل تر څو زخمیان او ټپیان روغتون ته ورسوي.

لاکن هنوز هم د کندهار د ولایتي شورا ریس احمدولي کرزي او د کندهار د ولایت مقام ریس توریالي ویسا پخپلو خبرو کي د طالبانو برید ناکامه او امنیتی ځواکونه بریالي بللی دی.

د کندهار ځواکونه باید هغه وخت ستایل سوي وای، او هغه وخت بریالی بلل سوي وای، چي پېښه يې مخکي نه مخکي شنډه کړی واي، هغه مشهور متل دي چي وايې (سل يې مړه کړل لا يې بدي نه بولي) احمدولي کرزیه او والي صاحب توریالی ویسا  لږ وشرمېږی که شرم لرې نو باید خپل پزه او غوږونه پخپله پرې کړی، یا خپل ځان پخپله ووژنۍ. زه حیران دلته یم چي په کوم مخ مو بیا اولس ته مخونه ورښکاره کړل؟

د شرم ځای خو دا وه، چي توریالی ویسا د امنيتي غونډي پرمهال وويل چي په کندهار کي د وروستيو پيښو د مخنيو په برخه کي امنيتي ارګانونو ډېر ښه کار کړى دى، او د دې پر ځاى چي په کابل کي د يو شمېر رسنيو او نورو کسانو له خوا پرې نيوکي وسي اړينه ده، هغوى تقدير او په راتلونکي کي لا ښه د خلکو خدمت کولو ته چمتو واوسي.

هغه متل دی چي وایي ( مړی چي خدای شرموی نو پر تخته....... واچوي) فکر کوم دغه متل د کندهار د لوړپوړو چارواکو لپاره جوړ سوۍ دۍ.

 

 

باور وکړي د کندهار پرونۍ امنیتی غونډي په انېښنه کي واچولم، او له ځانه سره مي همدا فکر کاوه، چي د نړۍ د چارواکو هر څه د افغانستان په ځانکړې  بیا د کندهار د چارواکو سره خورا په زیاته پيمانه په ټکر کي دي، همدا وجه ده چي د دې ولایت د ټېکدارانو د لاسه هر څه برعکس مخ پر شا روان دي، او دا ولایت د افغانستان څه چي د نړۍ د ستونزو په زېږند ځاي بدل سوۍ دۍ. چي تاسو درنو لوستونکو ته يې په یو څو ټکو کي بیانوم.

 

په نړۍ کي خلګ په بدو کړونو شرميږي، خو د کندهار چارواکی برعکس فخر په کوي، چي لوۍ مثال يې د پرون ورځي د امنیتی غونډو د چارواکو ستایل دي، په نړۍ کي خلګ خپل ولس ته په خدمت ویاړی، له بده مرغه د کندهار چارواکي په رشوت، غلاو، تښتونو او باج اخستلو ویاړي. د نړي په ګوټ ګوټ کي د مسلکی خلګو مشرانو او پوه خلګو ستاینه کيږي، خو په تاسف سره باید ووایم، چی په کندهار کي د چارواکو له لاسه په مرموز ډول وژل کیږي. په نړي کي چارواکو ټولي خوښۍ ولس ته وقف کړي، په کندهار کي چارواکو د ولس هر څه خوښۍ د خپلو شخصی ارمانونو او هیلو  قرباني کړي دي. په نړۍ کي هر څه د ولس لپاره دي، په کندهار کي د ځان لپاره، په نړۍ کي د یو ملک استخبارات او پولیس د پيښي تر مخه کشف کوي، او شنډوي يې، لاکن په افغانستان کي په ځانګړې توګه بیا په کندهار کي پلټني هر وخت تر خونړیو پېښي وروسته کیږي.

 

دا پداسي حال کي چي تر ننه پوري د کندهار د چارواکو د کشف او پلټني نتیجه هم نده معلومه سوې. نو دا پلټني بیا د څه لپاره؟ او د دغو خاینانو چارواکو له لاسه هر څه سرچپه پر مخ روان دي. د دې پر ځاي چي باید پرون امنیتی ارګانونه مجازات سوي وای، ترڅو د نورو لپاره درس او پند واي، ترڅو نور کسان په امنیتی چارو کي غفلت ونکړي، برعکس هغه ناکامه چارواکي مکافات سول. د دې ستایني په نتیجه کي والي صاحب امنتی چارواکو ته په غیري مستقیم ډول داسي الهام ورکړ ترڅو نور هو پخپلو چارو کي غافله او بي کفایته واوسي.

 

اوس نو زما په اند چي زموږ بدبختو کندهاریانو نصیب همداسي دۍ. چي د چارواکو لپاره مو د شرم توری د کاغذ پر مخ صرف د یو څو ټکو په مفهوم دی او هیڅ معني هم نلري. دا ځکه چي د دې ولایت امنیتی غونډي تیار د بزوګیانو د ودونو په شان دي، چی نه يې سر معلوم دی او نه يې سربند. د پلازمایني کابل څخه نیولې بیا نو تر هر ولایت او ریاست پوري هیڅ امنیتی ارګان د بل ارګان سره همږغي نلري او نه هم یو ارګان د بل ارګان په ژبه پوهیږي. هر یو د خپل سر پادشا دی.

 

د کندهار لوړپوړي چارواکي خپلي ګټي او ارمانونه د ملک او اولس په ګډوډۍ کي ویني، دا ځکه چي په امنیت او منظمه اداره کي فساد لمنځه وړل کيږي، په ښه امنیت کي خو مسلکي خلک واکمن وي. د رشوت، درغلیو، تښتونو او مرموزو وژنو مخه نیول کيږي. نو همدا وجه ده چي وايي اوبه خړي کړه او ماهیان پکښي ونیسه. چی له کبله يې د کندهار اکثره ریاستونه خالي ولاړ دي. هغه ریاستونه چي ډک دي اکثریت ریسان يې د ولایتی شورا څخه نیولې بیا تر ولایت مقام پوري د خپلي چوکۍ او مقام د ساتلو ظرفیت نلري. ګټه او پیسې خو اصلآ په ګډوډي کي پیدا کیږی. نو بیا امنیت د څه لپاره؟

 

د کندهار لوړپوړو چارواکو د دولتدارۍ په بهانه دومره چور او چپاول وکړ، او اولس يې دومره بدبخته کړ، چي اوس نو باور وکړی چي د دې خاینانو له لاسه مو د امنیت له نامه څخه نفرت کيږي. دا لدې وجي چی څومره د کندهار چارواکي د امنیت ډاډ راکوي، په هم هغه اندازه مو د بېګنا اولس ژوند د ګواښ سره مخ کیږي. نو دا وجه ده چی زما لپاره د امنیت نوم د بي امنیتۍ معني ورکوي. نو ځکه مي د نړیوالو او د کندهار د چارواکو تر منځ د توپير وضاحت ضروري وبلی.

 

 

ګرانو لوستونکو، د دې وروسته که چيري د کندهار د چارواکو لخوا د امنیت په اړه غوندي جوړي سوې، نو تاسو به دا کلیمه پر بدمرغی نیسۍ، او تاسو باید پوه سۍ چي د کندهار امنیت یوار بیا د جدي ګواښ سره مخ دی. ځکه په کندهار کي د هري کلیمې معني سرچپه ده، او د چارواکو د امنیتي غونډي په جوړولو سره باید ټوله ولس خپل شېرین ژوند ته د ګواښ په تمه واوسۍ.

 

موږ ښه پوهيږو چي چارواکي مو په ښه او غوره توګه د خپلي وظیفې توان او استعداد نلري او نه هم د دې وظیفې لیاقت لري. لاکن بیا يې هم خپل د ځانو لپاره ښه ښه پوستونه په سپينو سترګو او بې شرمۍ اشغال کړی دي.

 

تاسو وګورۍ نن په کندهار کي د امریکا د چیکاګو او بلټیمور د ایالت د رستورانتونو ګارسون او یا په عامه اصطلاح چخچران د ولایتی شورا مشرتوب کوي، نو ولي به د کندهار ولایت امنیت د ګواښ سره مخ نوي، ولي به مو ژوند د بې امنیو قرباني نوي. ولي به مو مشران په مرموز ډول نه وژل کیږی. د یو رستورانت ګارسون د قومی مشرانو په اهمیت او احلیت څه پوهیږي؟

 

په وار وار مو کرزي صاحب ته د کندهار د پوسټونو لپاره د نوي تشکیل په اړه فریادونه کړي دي، خو د هغه لپاره د خپلي کورنۍ د قدرت بقا تر هرڅه غوره ښکاري نه د ولس آمن. د یوې خوا مو ژوند د طالبانو د چاودنو قربانی سو، او له بلي خوا مو د کرزي وروڼو د هیواد شتمنۍ لوټ او تالا کړلې او چارواکو ته مو د رشوت او باج ورکولو لپاره د کورونو ټغران پر بازار لیلام کړل. نه مو د دې غلو دلاسه پخپل هیواد کي ټیک سته، او نه هم د پردیو ملکونو د محاجرت تاب او توان لرو.

 

په پلازماینه کابل کي ولسمشر کرزي د سولي د شورا په نوم خلګ ستړي کړي دي، په کندهار کي احمدولي کرزي او توریالي ویسا د امنتي غونډو د نامه څخه خلګ بیزاره ګړل. نه د ولسمشر د سولي شورا کومه نتیجه ورکړل، او نه هم د کندهار امنیتي غونډو. اوس مو نو د سولي د شورا او منیتی غونډو د نوم سره د علاقې واټن ورځ په ورځ زیاتیږي. دا ځکه چي دا ټوله ډرامې د میډیا او د مطبوعاتو  لپاره نمایشي خپروني دي، او لکه وړاندي چي مي وویل، په عمل کي هر څه سرچپه پر مخ روان دي.

 

څه موده مخکي ولسمشر کرزي د رباني صاحب په مشرۍ د سولي د شورا په نوم باندي د کوئټي د ښار یو ساده دوکاندار ته پیسې ورکړې او هغه هم دپيسو سره یو ځاي ورک سو، ان دا چي ولسمشر افغانان او د نړۍ ټول خلګ د طالبانو سره د سولي د تړون په تمه کښنولي وه. د کوئټې د ښار د دوکاندار هوښیارۍ او د ولسمشر ناپوهۍ د سولۍ ټولي هیلي او امیدونه په سند کي لاهو کړل.

 

 

 زما په اند دا ځل ولسمشر د کوئټې د ښار ټول بزګران او خرکاران هم د سولي د پيسو د تښتولو په تمه کړي دي. ځکه پوهیږي چي ولسمشر تر اوسه پوري د طالب جنګیالیو مشران نه پېژني، او نه هم د نورو چارواکو په شان پخپلو مسلکي چاروکي د کار وړتیا لري. نو لیر به نوي چي دا ځل به د سولي پیسې د کوئټې د ښار بزګران او خرکاران تښتوي او یوار بیا به د تېر په شان زموږ د سولي هیلي او امیدونه د خاورو سره خاوري کړي، کورني او نړیوال خلګ او مطبوعات به راباندي وخندوي.

 

 

 

ولسمشر کرزي همداراز خپل د واک په دوران کي خپل وروڼه ټوله د افغانستان د مظلوم اولس د بیت المال په شتمنیو دومره وپنډول، چي د غلا او چور د پیسو شمېر يې د نړی مطبوعات هم نسي کولای. چي لوی مثال يې خپل مشر ورور محمود کرزى دی.

 

محمود کرزی سربېره پر دې چې د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو خونې مرستيال دى، د پلخمري د سيمېټو په فابريکه او په افغانستان کې د جاپان د ټويوټا موټرو په ايجنسي، کابل بانک او همدا راز د کندهار ښار د نوي ښارگوټي عينو مېنې په پروژه کې يې خپل ځانته پخپله سهم ورکړي دی. افغان نړيوال پانگه وال محمود کرزي نه یوازي د خپل ورور ولسمشر حامد کرزي له نامه څخه په سوداگريزو چارو کې په ناسمه توګه گټه اخيستې، بلکي ناوړه استفاده يې هم کړېده. نوموړی خپل ځان د هري پروژې په سهم کي مستحق بولي. همداراز نوموړی د کابل بانک د بربادۍ یو لویه سرچینه وګرځېده، لاکن دا چي د ولسمشر ورور دی نو څوک به جرعت وکړي چي د دې خبري سپیناوی ور څخه وکړي، او یايې د عدل او انصاف میدان ته راکش کړي. ځکه قانون یوازي د غریب او بیچاره مخلوق لپاره دۍ نه د ولسمشر د خاندان لپاره.

 

 

احمدولي کرزی چي د نړیوالو مطبوعاتو په سطحه په قاچاق، درغلیو او اداري فساد او باج اخیستلو تورن شخص دۍ، همداراز کندهار ولایت ته د نوموړي په راتګ سره د نهو کلونو په جریان کي د کندهار ټول قومی مشران تر تورو خاورو لاندی سول او نوموړی د نورو قومي مشرانو په دسیسو جوړولو کي خاص مهارت لري، د قومونو تر منځ د شر او فساد یو استاد بلل سوۍ دی.

 

کندهار ته د احمدولي په راتګ سره د کندهار زندان درې واره مات سو، او د اکثریتو په وینا چي د نوم اخستلو څخه ډده کوي، د کندهار د زندان په ماتولو کښي د نوموړي لاس ویني. په امنیتي ستونزي او تاوترخوالي کي د نوموړي سایه وینی، په هر قرارداد کي د خپلو وسلوالو په ذریعه د خلګو په زوره حق یا باج غواړي. په کندهار کي ټول مخکني والیان دده د شخصي عقدو او غوښتني سره سم لیری کړل سول. لنډه دا چي کندهار ته د احمدولي کرزي په راتګ سره  مځکه سره سول او د کندهار د اولس يې پر شپه سول. لاکن د دې ټولو عیبون سره - سره ولسمشر کرزی خپل د ورور د حمایت لپاره سختي هڅي کوي او د ټولو ناکامو دولتدارۍ سره – سره يې  احمدولي په کندهار کي کښېنولۍ دۍ.

 

قیوم کرزی په کندهار کي د اعلاناتو د غصب څخه نیولې بیا نو تر سیکیورټي کمپنيو پوري د هر لوړپوړي چاواکو سره په اداري فساد کي خپله پوره ونډه لري، او همداراز کیدایسي د نوموړي بیځایه قومي تعصب، عقدو او بېځایه مشورو له لاسه د ولسمشر د خاندان د بربادۍ کندي ته ورټېل وهي. خو دا چي د ولسمشر ورور دۍ د ټولو عیبونو سره سره ډېر محترم شخص دی.

 

 

 

 

کرزیه!  موږ افغانان او په ځانګړې توګه کندهاریان ولي ستا د خاندان د خوښيو قربانيان یو؟

 

ایا  تاسو وطن ته د دغه بدمرغه زیري سره راغلاست چي د کونډیانو او یتیمانو حق چور کړۍ؟

 

همداراز ولسمشر کرزي او وروڼه يې د کندهار ولایت مقام ته داسي یو شخص  په کار ګماري، چي هغه د کار صلاحیت څه چي دخپلو خبرو اختیار هم ونلري. ددغه وجي يې د ګل اغا شېرزي څخه نیولې بیا تر روفي صاحب پوري ټول ولایان د خپلو شخصی عقدو او ارمانونو لپاره لیري کړل. چي په نتیجه کي يې په کندهار کي ډیري ناوړه خونړۍ پېښي رمنځته شوې، او خلک ټوله دا ډول پېښو ته دشک او تردید په سترګه ګوري.

 

ډېر د تاسف او شرم ځاي دي، چی څو هفتې مخکي د کندهار د زندان د ماتېدو سره توریالۍ ویسا په خپله خوله بیان ورکړ، او دا يې ومنل چي د زندان ځواکونه پخپلو دندو کي پاته راغلي، دا ځکه چي د ده په وینا د کندهار مجس ته د نغم کښل د یوې ورځي اونۍ یا میاشتي کارندۍ. همداراز نوموړي پخپله خپره سوې وینا کي خپل د دولتدارۍ ناتواني ښکاره بیان کړه.

 

د کندهار والي زیاته کړه، چي موږ په دې څو میاشتو کي نه يو توانيدلي چي د دې قضیې استخباراتي معلومات و لرو. دا په دندو کښي د پاته راتللو نښه ده.» ان دا چي د کندهار د ملي امنيت رياست ادعا کوي، چي څو میاشتې د مخه يې سیمه ییزو ادارو ته د کندهار پر زندان د برید د جوړې شوې توطيې خبر ورکړی وو. ملي امنیت ادعا کوي چي  د دې توطې په اړه معلومات وو،  او تقريبا لس واره د کندهار چارواکو ته معلومات ورکول شوي، هغوي بايد خپل تدابير نيولی وای).

 

توریالي ویسا د خپلي وینا لمخي نړیوال، افغان او په ځانکړې توګه د کندهار ولس ته په خپله وظیفې کي د تجربې کمښت او ناتواني ښکاره وښودله، او دايې یوار بیا په ثبوت ورسوله چي نوموړۍ د کندهار د ولایت لوړ مقام وړتیا نلري. والي صاحب په خپله وینا کي هغه څه بیان کړل چي ولس يې د ارېدو هیڅ تمه ندرلودل. هغه متل دۍ چي وايې عضر تر ګناه بتر. دا پداسی حال کي چي د افغانستان ټول ولس او حکومتي چارواکي پدې اند دي چي د زندانیانو دا ډول تېښته د لوړپوړو چارواکو د مرستي نه پرته یوه ناممکینه خبره ده.

 

اوس سوال دا پيدا کیږی، چي ایا د کندهار چارواکو په ریښتوني توګه غوښتل چي د بندیانو په تېښته ځان خبر کړۍ، او که د پردې شاته د پيسو په بدل کي کومه معامله سوې وه؟

 

د کندهار فاسدي ادارې او ټولو لوړپوړو چارواکو یوار بیا د تېرو غلطیو په څېر وښودله چي د دې ولایت د اداره کولو وړتیا نلري.

 

د افغانستان د کورنيو چارو، ملي دفاع او عدلي وزارت د غړو کډ پلاوی چې مشري د ملي امنيت د رياست د تحقيقاتو مشر کوي، په يوې خبري ناسته کې وويل (( چې دوي په کندهار کې د هغه پېښې پلټنې پيل کړي چې پر اساس يي ٤٨٨ بنديان تښتيدلي دي)). لاکن د اسامه بن الادین په وژنه سره د کندهار د زندان پر مسله پرده وغوړول سول.

افغان دولت هم همدا شیان د هري پيښي وروسته د پلازمایني کابل څخه کندهار ته استازي را لېږي ترڅو د هر وخت پشان اولس په بیځایه پلټونو وغولوي. دولت د کندهار ولایت په تېرو لاریونونو کي د کابل څخه استازي راولېږل او د څېړني وروسته دا ښکاره معلومه سول، چي د کندهار پولیسو تر ۱۵۰ بېګناه لاریون کوونکو ته سخته مرګ ژوبله واړوله. لاکن د دغه څېړنو وروسته کرزي د وژل سوو او ژوبل سوو کورنیو سره کومه خواخوږي ښکاره کړل؟

هغه امنیتي ځواکونه چي لاریون کوونکو ته يې مرګ ژوبله واړول ولي سزا ورنکړل سول؟

دا منم چي هغوي به د لاریون پر وخت څه مالي زیانونه اړولي وي، لاکن امنیتي ځواکونو يې د ویشتولو، ژوبلولو او وژلو حق ندرلود. دا پداسي چي حال کي چي قانوني اساسي اولس ته د لاریون پوره حق ورکړی دی.

هغه څوک باید مرمیو وویشتل سي، چي د قدرت په نوم د دې وطن شتمني او بیت المال لوټوي، او هغه څوک باید ووژل سي، چي د دې وطن د کونډو او یتیمانو حق يې غلا او په سلګونه سلګونه میلیونه ډالر يې د دوبۍ په بانکونو کي په سود پرتي دي، په دوبۍ کي يې جایدادونه رانیولي دي، او یايې افغان سوداګرو ته په مضاربت ورکړي دي.

موږ د ولسمشر کرزي څخه په کلکه دا غوښتنه کوو، چي د کندهار د بندیانو د تېښتي تحقیق دي په عام ډول پر ملي ټلویزیون باندي وکړي، ترڅو په نړیواله سطحه د ټول افغان ولس قناعت حاصل سي.

څو میاشتی مخکي په کندهار کي پر احمدولي کرزي باندي د پخواني قومنداني امنیه جنرال ځاځي لخوا د وزارت دفاع  د ځمکو غصبولو تورن سو، خو ولسمشر کندهار ته د لوي څارنوال محمد اسحق الکو په رالېږلو سره ټوله قضیه د پردې تر شا خلاصه سوه، او خپل په فساد او درغلیو لړلۍ ورور يې بري کړ. ان دا چي باید د دې قضیې تحقیق هم پر ملي ټلویزیون باندي سوۍ واۍ، چي اقلآ د افغان ولس قناعت حاصل سوی وای.

څوک څه پوهېږي چي دا قضیه په څه رقم او څنګه پایته ورسېدل؟

 

 


May 13th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها